غزني کې د بېلابېلو ټرافیکي پېښو له کبله لس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د دې ولایت له امنیه قومنداني څخه په جلا جلا خبر پاڼو کې راغلي چې یادې پېښې د غزني په اب بند، جاغوري او روضي کوتل سیمه کې شوې دي.
غزني کې د درې ترافيکي پېښو له کبله درې تنه مړه او ۷ نور ټپيان شوي دي
د سرچینې د معلوماتو له مخې، لومړۍ پېښه د کرولا ډوله لوکسل او مازدا موټر د ټکر له کبله شوې، چې په پایله کې یې یو تن وژل شوی او درې نور ټپیان دي.
دغه راز بیا د روضې کوتل ته څېرمه د پاسو او ویډز د ټکر له کبله درې تنه ټپیان شوي، چې دوه یې ښځې دي.
په همدې حال کې د تېرې جمعې په ورځ د جاغوري ولسوالي اړوند د انګوري په سیمه کې د دوه موټرسایکلونو ترمنځ ټکر شوی، چې له کبله یې دوه تنه مړه او یو ټپی شوی دی.
سرچينې د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودلی دی.
د یادونې وړ ده چې په هېواد کې ډېری وخت ټرافیکي پېښې د لارو د خرابوالي او موټر چلوونکو د بې غورۍ له کبله رامنځته کېږي.




