کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

غزني کې د دوو ترافيکي پېښو له امله دوه تنه مړه شوي او اوه نور ټپيان دي

د غزني امنيه قومانداني د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، دغه ولايت کې په دوه جلا ترافيکي پېښو کې دوه تنه مړه شوي او اوه نور ټپيان دي. د سرچينې په خبره ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. لومړۍ پېښه تېر ماښام د دغه ولايت په واعظ ولسوالي کې د يو ويډز او باروړونکي موټر د ټکر له امله شوې چې پکې دوه تنه مړه شوي او درې نور…

2024-04-22 08:18 154۱ دقیقې لوستل
غزني کې د دوو ترافيکي پېښو له امله دوه تنه مړه شوي او اوه نور ټپيان دي

د غزني امنيه قومانداني د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، دغه ولايت کې په دوه جلا ترافيکي پېښو کې دوه تنه مړه شوي او اوه نور ټپيان دي.

د سرچينې په خبره ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

لومړۍ پېښه تېر ماښام د دغه ولايت په واعظ ولسوالي کې د يو ويډز او باروړونکي موټر د ټکر له امله شوې چې پکې دوه تنه مړه شوي او درې نور ټپيان دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دویمه پېښه نن ورځ د ياد ولايت قره باغ ولسوالي اړوند (عبدالله ګل) سيمه کې د يوه بار وړونکي موټر د ښوییدو له امله شوې چې پکې څلور تنه ټپيان دي.

د يادوني ده چې په دې وروستيو کې د کابل _ کندهار په لويه لاړه ترافيکي پېښې ډیرې شوي چې ډېری قربانيان دي ملکي وګړي دي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب