کابل (کوه نور، ۱۸ اسد ۱۴۰۴): د غزني ځایې مسؤلینو ویلي چې یاد ولایت کې د ۲.۵ میلیونو امریکایي ډالرو په لګښت د اوړو کار خونه جوړه شوې ده.
د مسؤلینو په وینا، دغه کارخونه، چې په شپږ جریبه ځمکه کې جوړه شوې؛ په ۲۴ ساعتونو کې د ۲۵۰ ټنو اوړو د تولیدولو وړتیا لري چې ورسره به د اوړو په برخه کې د غزني د اوسېدونکو ۲۵ سلنه اړتیاوې پوره شي.
د دې کارخونې مسوول بسم الله همدرد له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د اوړو دا کارخونه په ۱۲ زره متره مکعب ځمکه کې جوړه شوې چې نږدې ۲۰۰ تنو ته په کې د کار کولو زمینه برابره شوې ده.
همدرد ویلي، چې دا فابریکه په ۱۲ زره متره مکعبه ځمکه کې په پنځه پوړونو کې جوړه شوې ده.
د هغه په وینا د دې کارخونې ماشینونه له ترکیې هېواده راوړل شوي او د اروپا په کچه په نړۍوالو معیارونو برابره کارخونه بلل کېږي.
بل پلو د غزني د صنایعو او کانونو خونې مسؤلینو ویلي، تېرو درې کلونو کې د ۳۳ نویو شرکتونو او کارخونو د جوړېدو سربېره؛ ۲۵ هغه کارخونې هم فعال شوې، چې په تېر کې یې د یو شمېر ستونزو له امله کارونه له ځنډ سره مخ شوي وو.
د یاد ولایت د صنایعو او کانونو خونې ریئس عبدالرحمان احمدي ویلي، له تېرو درېیو کلونو راهیسي توانیدلي چې ٣٣ شرکتونه او کارخونې پرانیزي او ٢٥ هغه کارخونې چې په تېر کې سقوط شوې وې، د بیا فعالیت زمینه ورته برابره کړي.
باید وویل شي چې دا مهال غزني کې پنځه د اوړو او تر ۱۰۰ ډېرې کارخونې د خوراکي او غیر خوراکي توکو د تولید په برخه کې فعالیت لري.




