کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

غزني کې د ۱۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۰ ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړې شوي

د غزني ولایت د پوهنې ریاست مسوولانو خبر ورکړی چې د دغه ولایت په درې ولسوالیو اب بند، اجرستان او ګیلان کې لسو ښوونځیو ته د ۱۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت ودانۍ جوړې شوې دي. د غزني د پوهنې ریئس نصیر احمد حسیني په همدې تړاو جوړو شوو مراسمو کې ویلي چې د دغه لس ودانیو له ډلې دوه په اب بند، درې په اجرستان او پنځه نورې په ګیلان…

2025-06-25 22:02 182۲ دقیقې لوستل
غزني کې د ۱۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۰ ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړې شوي

د غزني ولایت د پوهنې ریاست مسوولانو خبر ورکړی چې د دغه ولایت په درې ولسوالیو اب بند، اجرستان او ګیلان کې لسو ښوونځیو ته د ۱۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت ودانۍ جوړې شوې دي.

د غزني د پوهنې ریئس نصیر احمد حسیني په همدې تړاو جوړو شوو مراسمو کې ویلي چې د دغه لس ودانیو له ډلې دوه په اب بند، درې په اجرستان او پنځه نورې په ګیلان ولسوالۍ کې جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

نوموړي ویلي د یادو ودانیو په جوړېدو په مجموعي توګه ۱۱۰ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې د " OCCD" موسسې لخوا ورکول شوې دي.

هغه ویلي په هر ښوونځي کې شپږ درسي خونې، د پاکو اوبو منظم سیستم، یوه اداري خونه، سولري برېښنا، احاطه او  نور اړین امکانات موجود دي.

حسیني ویلي په یادو جوړو شوو ښوونځیو کې به زرګونه هلکان او نجونې دواړه زده کړې کوي.

په همدې حال کې د سیمې اوسېدونکو د دغه ښوونځیو د ودانیو جوړولو ته خوښې وښوده او له همکارو موسسو څخه یې مننه وکړه.

د یادونې وړ ده چې موده وړاندې هم د غزني په چاغوري او ده یک ولسوالیو کې د دوه ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړې شوې وې چې ۱۰ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی وو.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب