کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

غزني کې د ۴۲ ښوونځیو د بیارغونې چارې روانې دي

په غزني ولایت کې د پوهنې د یوې همکارې ادارې په مرسته د ۲۸۹ میلیونه افغانیو په لګښت د ۴۲ ښوونځیو د بیارغونې چارې روانې دي.   پوهنې وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې له یادو ښوونځیو څخه یې د ۲۵ ښوونځیو د جوړېدو چارې ۸۵ سلنه او د ۱۷ نورو ښوونځيو بیا ۹۰ سلنه بشپړې شوې چې نږدې راتلونکي کې به يې چارې بشپړې او ګټې اخ…

2024-12-07 08:44 69۱ دقیقې لوستل
غزني کې د ۴۲ ښوونځیو د بیارغونې چارې روانې دي

په غزني ولایت کې د پوهنې د یوې همکارې ادارې په مرسته د ۲۸۹ میلیونه افغانیو په لګښت د ۴۲ ښوونځیو د بیارغونې چارې روانې دي.

 

پوهنې وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې له یادو ښوونځیو څخه یې د ۲۵ ښوونځیو د جوړېدو چارې ۸۵ سلنه او د ۱۷ نورو ښوونځيو بیا ۹۰ سلنه بشپړې شوې چې نږدې راتلونکي کې به يې چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته چمتو شي.

 

د یادونې وړ ده چې د روان کال له پیل څخه د یاد ولایت خلکو د پوهنې له وزارت سره ۵۰ میلیونه افغانۍ مرسته کړې چې د پلان له مخې به د ښوونځیو د بیارغونې په موخه ترې ګټه واخیستل شي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب