کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

غزني کې يوې ناوې ځان‌وژنه کړې

  د غزني په قره‌باغ ولسوالي کې يوې ناوې چې درې مياشتې مخکې يې واده کړې وه، د پلار په کور کې يې ځان راځړولی دی.   د غزني د امنيې قومانداني وياند خالد سرحدي وايي، پېښه نن پنجشنبه د ياد ولايت د قره‌باغ ولسوالي مزدور سيمه کې رامنځته شوې ده.   د ناوې پلار ويلي، لور يې د دوی کور ته په راتګ سره، يوې ک…

2024-02-29 00:32 368۱ دقیقې لوستل
غزني کې يوې ناوې ځان‌وژنه کړې

 

د غزني په قره‌باغ ولسوالي کې يوې ناوې چې درې مياشتې مخکې يې واده کړې وه، د پلار په کور کې يې ځان راځړولی دی.

 

د غزني د امنيې قومانداني وياند خالد سرحدي وايي، پېښه نن پنجشنبه د ياد ولايت د قره‌باغ ولسوالي مزدور سيمه کې رامنځته شوې ده.

 

د ناوې پلار ويلي، لور يې د دوی کور ته په راتګ سره، يوې کوټه کې ځان راځړولی او خاوند يې اوس هم ايران کې دی.

 

د پېښې علت لا تراوسه په ډاکه شوی نه دی.

 

له دې دوه ورځې وړاندې د غزني ولايت قره‌باغي سيمه کې هم يوه ځوان ځان‌وژنه کړې وه.

لیکوال/اېډېټر: Sumira Sayedi
Sumira Sayedi
Sumira Sayedi

ثمیرا سيدي افغان خبریاله ده او په بېلابېلو مسایلو د افغان پرېس خبري اژانس لپاره خبرونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب