کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

غزني کې پر نشه یې توکو د اخته ښځو لپاره روغتون جوړ شوی

د غزني د ځایې مسوولانو په وینا د یاد ولایت په مرکز کې پر نشه یې توکو د روږدو ښځو لپاره یو تخصصي روغتون جوړ شوی چې ۱۲۰ زره امریکایې ډالر لګښت ورباندې راغلی دی او د ۲۰ بسترونو درلودونکی دی. غزني کې پر دې همدې تړاو جوړو شوو مراسمو کې د عامې روغتیا معین بخت الرحمان شرافت ویلي چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د دا ډول روغ…

2025-04-12 21:42 78۲ دقیقې لوستل
غزني کې پر نشه یې توکو د اخته ښځو لپاره روغتون جوړ شوی

د غزني د ځایې مسوولانو په وینا د یاد ولایت په مرکز کې پر نشه یې توکو د روږدو ښځو لپاره یو تخصصي روغتون جوړ شوی چې ۱۲۰ زره امریکایې ډالر لګښت ورباندې راغلی دی او د ۲۰ بسترونو درلودونکی دی.

غزني کې پر دې همدې تړاو جوړو شوو مراسمو کې د عامې روغتیا معین بخت الرحمان شرافت ویلي چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د دا ډول روغتونونو د جوړولو لپاره د یاد وزارت له لوري شپږ میلیارده افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې ده.

شرافت ویلي په غزني کې پر نشه یې توکو د روږدو ښځو لپاره د ځانګړي روغتون جوړول لومړی ځل دی او له دې وړاندې په دغه برخه کې د ښځو لپاره کوم ځانګړي روغتون شتون نه درلود.

په همدې حال د غزني د عامې روغتیا ریئس ډاکټر محمد زیرک زیرک ویلي دغه روغتون چې ۱۲۰ زره امریکایې ډالر لګښت ورباندې شوی د روغتیا او پرمختګ(YHDO) موسسې په مالي مرسته جوړ شوی دی.

د زیرک په وینا په دغه روغتون کې به د غزني د روږدو ښځو سربېره د ګاونډیو ولایتونو د روږدو ښځو درملنه هم ترسره کوي.

نوموړي ویلي  ددغه روغتون له داخلي ډاکټرانو نیولي تر نرسانو او روان پوهانو پوري ټول کارکوونکي به ښځینه وي.

زیرک همداراز ویلي چې په یاد روغتیایې مرکز کې به د ښځو درملنه په وړیا توګه ترسره کېږي او پر نشه یې توکو یوه روږدې ښځه به تر ۴۵ ورځو د ډاکټرانو تر څارنې لاندې وي.

د یادونې وړ ده چې په غزني کې پر نشه یې توکو د روږدو نارینه وو لپاره هم دوه روغتیایې مرکزونه فعالیت لري.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب