کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

غزني کې یو دارالایتام جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د غزني ولایت په اندړو ولسوالي کې د ترکیې هېواد د «IDDEF» مؤوسسې په مالي لګښت یو مجهز او معیاري دارالیتام جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د غزني والي محمدامین جان عمري پرون شنبه د «اکتوبر ۲۸مه» د دغه دارالیتام د پرانستې په مراسمو کې وویل چې دغه دارالیتام ۲۰ درسي او ادارې خونې لري چې په یو وخت به…

2023-10-28 21:40 109۱ دقیقې لوستل
غزني کې یو دارالایتام جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د غزني ولایت په اندړو ولسوالي کې د ترکیې هېواد د «IDDEF» مؤوسسې په مالي لګښت یو مجهز او معیاري دارالیتام جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د غزني والي محمدامین جان عمري پرون شنبه د «اکتوبر ۲۸مه» د دغه دارالیتام د پرانستې په مراسمو کې وویل چې دغه دارالیتام ۲۰ درسي او ادارې خونې لري چې په یو وخت به پکې ۶سوه یتیمو زده‌کوونکو ته د زده‌کړو زمینه برابره شي.

د هغه په خبره، دغه دارالیتام په دوه پوړونو او یو جریب ځمکه کې د یولک او ۸۰زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړ شوی دی.

والي وویل، په دغه دارالیتام کې د زده‌کوونکو ټول د خوړو، اوسیدو، او تدریس لګښت د یادې ترکي مؤوسسې له لوري ورکول کیږي.

د یادونې وړ ده چې له دې دوه ورځې وړاندې بیا د غزني په قره‌باغ ولسوالي کې د « IHH» په نوم د یوې بلې ترکي مؤوسسي له لوري یو بل دارالیتام جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب