د غور د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه شخړه پرون جمعه «د اکتوبر ۲۷» د دغه ولایت د مرکز فیروزکوه ښار په ختیځ کې د بادګاه په کلي کې هغه مهال رامنځته شوه چې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې په سر شخړه رامنځته شوه چې په پایله کې یې يو تن په سر لګيدلى او روغتون ته د ليږدولو پر مهال مړ شوی دی.
د غور ولایت امنیتي مسؤولانو ویلي، د دغې وژنې په تړاو یې پنځه تنه نيولي چې پوښتنې ترې روانې دي.
دا لومړی ځل نه دی چې د ځمکې په سر د شخړې په پایله کې دغه ډول پېښې رامنځته کیږي، بلکې تر وړاندې هم ورته پېښو کې ګڼ شمېر کسان وژل شوي او ټپيان شوي دي.




