د غور د والي وياند، عبدالواحد حماس وايي، په دې ولایت کې د یوې بهرنۍ موسسې ۲۱ کارکوونکي د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوي دي.
دی زياتوي، چې نيول شويو کسانو کې ۱۴ سړي او د یوې امريکايۍ په ګډون ۷ ښځې شاملې دي.
د حماس په وینا دې کسانو په غور ولایت کې مسيحيت دین ته تبليغ کاوه.
نوموړی وايي، چې دغه ډله دوه ورځې وړاندې له اسنادو او ثبوتونو سره یو ځای نیول شوي دي.
که څه هم حماس د دې موسسې نوم نه دی اخیستی؛ خو د (IAM) په نوم یوې نړیوالې مرستندویه موسسې تازه د خپلو ۱۸ کارکوونکو د نیولو خبر خپور کړی دی.
دې موسسې په يوه اعلامیه کې ليکلي، چې د خپلو کارکوونکو د نيول کېدو په علت نه پوهېږي.
په اعلامیه کې راغلي، چې د دوی نيول شوي کارکوونکي غور ولایت کې له نیول کېدو وروسته کابل ته انتقال شوي دي.
اعلامیه زیاتوي، چې امنیتي ځواکونو د یکشنبې ورځ (د سبنلې ۱۲مه) لومړی د يوه خارجي په ګډون د دوی درې کارکوونکي دفتر کې د کار پر مهال ونيول او د هغوی په تعقیب یې د چهارشبنې ورځ (د سنبلې۲۲مه) ۱۵ نور کارکوونکي هم ونيول شول.
دغې موسسې له افغان حکومت غوښتي، چې د کارکوونکو د نيول کېدو په اړه دې دوی ته وضاحت ورکړي.




