د غور ولایت د لعل او سرجنګل ولسوالۍ د تمبر ممبرتو په کلي کې د یوه چکډېم د جوړولو پروژه د درې میلیونه او ۴۵۰ افغانیو په لګښت د اوبو او انرژۍ وزارت له انکشافي بودجې څخه بشپړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.
د دې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د ولایت مقام استازو، اړوندو دولتي ادارو، تخنیکي ټیمونو، سیمهییزو مشرانو او مستفیدینو ګډون کړی و.
د یادې پروژو په مناست د غونډې ویناوالو د پروژې اقتصادي او ټولنیز ارزښت ته په اشارې سره، د اوبو د سم مدیریت لپاره د دې بند مهم رول څرکند کړی دی.
سیمهییزو اوسېدونکو او د ولسوالۍ مسوولینو د یادې پروژې له تطبیق کوونکو ادارو مننه کړې او ژمنه یې کړې، چې د بند د سمې ساتنې او معقولې استفادې لپاره به لازمې هڅې وکړي.
یاد چکدم د ۸۹۱۲ مکعب مترو اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري او شاوخوا ۶۵۰ کورنۍ ترې مستقیمه ګټه اخلي.




