کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

فارياب کې د يوه زاړه ماین چاودنې دوه کسه وژلي دي

سيمه ییزې سرچینې وايي، د فارياب ولایت په ګرزيوان ولسوالۍ کې د یوه زاړه ماین چادونې دوه کسه وژلي دي. دغه پېښه د دوشنبې ورځ (د سپتمبر ۲۵مه) د ګرزيوان ولسوالۍ په ګلبين کلي کې رامنځته شوې ده. د سيمې ځینې اوسېدونکي د افغان پرېس خبريال ته وايي، دغو دوو ځوانانو خپل څاروي څړځاي ته وړي وو، چې کور ته د ستنېدو پر مهال پر ماين ورب…

2023-09-25 16:21 101۲ دقیقې لوستل
فارياب کې د يوه زاړه ماین چاودنې دوه کسه وژلي دي

سيمه ییزې سرچینې وايي، د فارياب ولایت په ګرزيوان ولسوالۍ کې د یوه زاړه ماین چادونې دوه کسه وژلي دي.

دغه پېښه د دوشنبې ورځ (د سپتمبر ۲۵مه) د ګرزيوان ولسوالۍ په ګلبين کلي کې رامنځته شوې ده.

د سيمې ځینې اوسېدونکي د افغان پرېس خبريال ته وايي، دغو دوو ځوانانو خپل څاروي څړځاي ته وړي وو، چې کور ته د ستنېدو پر مهال پر ماين وربرابر شول او خپل ژوند يې له لاسه ورکړ.

د ځايي اوسېدونکو په وينا، دغو کسانو کې يو يې "پروېز" نومېږي او شاوخوا ١٧ کاله عمر لري؛ خو د دویم کس هویت تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.

دوی زياتوي، چې دا ماين په سیمه کې له پخوانيو جګړو څخه پاتې شوی وو.

ځايي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. 

افغانستان کې د پخوانيو جګړو پاتې شوي ماينونه اوس هم د زيات شمېر افغانانو ژوند ګواښي.

د ماین پاکۍ چارو د همغږۍ رییس نورالدین رستم‌خېل وايي چې د ۲۰۲۳ زیږدېز کال له پېله تر اوسه په ټول هېواد کې د ماینونو او ناچاودو توکو په چاودنو کې نږدې ۴۰۰ کسانو ژوند بایللی او یا هم ټپیان شوي دي.

ښاغلی رستم خېل زیاتوي، چې په دې موده کې له ۲۰۰ ډېرې پېښې رامنځته شوې، چې له امله يې له ۱۲۰ ډېرو کسانو ژوند بایللی او ۲۵۰ نور ټپیان شوي دي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب