کابل (کوه نور، ۴ عقرب ۱۴۰۴): د فاریاب ولایت د امنیې قوماندانۍ ويلي، چې په دې ولایت کې د دوو جلا ټرافیکي پېښو له امله دوه تنه مړه شوي او څلور نور ټپیان دي.
د فاریاب د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسؤول مولوي عبدالله مرادي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، دغه پېښه پرون شنبه ماسپښين هغه مهال رامنځته شوې، چې یو فورنر موټر له یوې کرولا سره د فاریاب – جوزجان لویې لارې په حدبخشي سیمه کې ټکر وکړ.
نوموړي زیاته کړې، دې پېښه کې یو ۱۹ کلن ځوان مړ شوی او څلور نور کسان ټپیان شوي دي.
مرادي ویلي، ټپیان د خلکو په مرسته د اندخوی او جوزجان روغتونونو ته انتقال شوي او د فورنر موټر چلوونکی له سیمې تښتېدلی؛ خو د امنیتي ارګانونو لخوا تعقیب کېږي.
بلخوا، د فاریاب د پولیسو مطبوعاتي مسؤول ویلي، چې د دې ولایت د چهل ګزي ولسوالۍ کې د یوې بلې پېښې له امله یو تن وژل شوی.
د هغه پر وینا، یو کاماز باروړونکی موټر له یوه موټرسایکل سره ټکر کړی، چې له امله یې د موټرسایکل چلوونکی ځوان ځای پر ځای مړ شوی دی.
هغه زیاته کړې، د کاماز چلوونکی نیول شوی او تر توقیف لاندې دی.




