کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

فاریاب کې په دوه ترافیکې پېښو کې نهو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولانو ویلي چې په یاد ولایت کې د دوه ترافیکې پېښو له امله د دوو ښځو په ګډون درې تنه مړه او شپږ نور ژوبل شوي دي.   د یاد ریاست رئیس شمس الدین محمدي وایې چې دا ترافیکې پېښې پرون او نن د یاد ولایت په پښتونکوټ او جمعه بازار ولسوالیو کې رامنځته شوې دي.   محمدي وایې یوه پې…

2024-12-31 05:36 81۱ دقیقې لوستل
فاریاب کې په دوه ترافیکې پېښو کې نهو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولانو ویلي چې په یاد ولایت کې د دوه ترافیکې پېښو له امله د دوو ښځو په ګډون درې تنه مړه او شپږ نور ژوبل شوي دي.

 

د یاد ریاست رئیس شمس الدین محمدي وایې چې دا ترافیکې پېښې پرون او نن د یاد ولایت په پښتونکوټ او جمعه بازار ولسوالیو کې رامنځته شوې دي.

 

محمدي وایې یوه پېښه له سړک څخه د پلانکوچ موټر د اوښتلو په پایله کې رامنځته شوې چې له امله یې دوه تنه مړه او شپږ نور ژوبل شوي دي او بله پېښه په موټر د یوې ښځې د وهلو په نتیجه کې رامنځته شوې ده.

 

نوموړي ددغو پېښو لاملونه د موټر چلونکو بې احتیاطې او د سړکونو خرابوالی یاد کړی دی.

 

باید وویل شي چې تېره یکشنبه د شپې هم په فاریاب ولایت کې د یوې ترافیکې پېښې له امله یوه نجلۍ مړه او ۱۰ تنه ټپیان شوي و.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب