سيمه ييزې سرچينې وايي، چې په فاریاب ولايت کې په نشه يي توکو يو روږدي سړي خپله مېرمن او څلور ماشومان سوځولي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا پېښه پرون چهارشنبه (د لړم۲۴مه) د دولت آباد ولسوالۍ په «محمود خېلو» کلي کې شوې ده.
سرچینې زیاتوي، په دې پېښه کې یو ماشوم مړ شوی او د دغې کورنۍ څلور نور غړي سخت ټپیان دي.
د سرچینې په وینا، دغه سړي د شپې په تیاره کې د خپلې کورنۍ غړي یوې کوټې ته بیولي او وروسته یې د تېلو په وسله اور ورته کړی دی.
د معلوماتو له مخې، په دېپېښه تورن کس محمد نبي نومېږي او له پېښې وروسته یې له سیمې پښې سپکې کړې دي.
تر اوسه د دغې پېښې علت معلوم نه دی. بل لورته ځایي چارواکو هم لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده، چې همدا درې میاشتې وړاندې هم په فارياب ولايت کې په نشه يي توکو يوه روږدي کس د خپلې کورنۍ څلور غړي وژلي وو.
افغانستان کې د دا ډول پېښو لوی لاملونه کورنی تاوتریخوالی، رواني او اقتصادي ستونزې بلل کېږي.




