کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

فراه کې د دوه ميليارده افغانيو په ارزښت د اوبو بند جوړېږي

کليو بیا رغونې او پراختيا وزارت ويلي، فراه کې د دغه وزارت د سرپرست په شتون کې د کج صمد د اوبو بند د جوړېدو څېړنيز کارونه پيل شوي دي.   د دغه وزارت د‌ معلوماتو له‌ مخې، دغه بند د ۵۶ متره په لوړوالي جوړيږي چې دوه ميليارده افغانۍ لګښت به پرې راشي او ۱۴۰ ميليون متره مکعب اوبو په ذخیره کولو سره به ۱۴ زره هکټا…

2024-12-23 19:57 80۱ دقیقې لوستل
فراه کې د دوه ميليارده افغانيو په ارزښت د اوبو بند جوړېږي

کليو بیا رغونې او پراختيا وزارت ويلي، فراه کې د دغه وزارت د سرپرست په شتون کې د کج صمد د اوبو بند د جوړېدو څېړنيز کارونه پيل شوي دي.

 

د دغه وزارت د‌ معلوماتو له‌ مخې، دغه بند د ۵۶ متره په لوړوالي جوړيږي چې دوه ميليارده افغانۍ لګښت به پرې راشي او ۱۴۰ ميليون متره مکعب اوبو په ذخیره کولو سره به ۱۴ زره هکټاره ځمکه هم خړوبه کړي.

 

سرچينې ويلي، د دغه بند‌ د جوړېدو پر مهال به ډېری خلکو ته د کار کولو زمینه هم برابره شي.

 

د يادونې ده چې سرپرست حکومت بار بار هېواد کې د اوبو په مدیریت ټينګار کړی دی.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب