د امربالمعروف،نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت وایي، فراه ولایت کې د امربالمعروف ریاست د مسؤولینو په هڅو یوه (۱۷) کلنه نجلۍ له شخصي بند خونې ازاده شوه.
دغه وزارت په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، د فراه ولایت د پشت رود ولسوالۍ د امنیتي او کشفي ارګانونو په مرسته د یادې ولسوالۍ په ګسکین کلي کې یوه ۱۷ کلنه انجلۍ چې د کاکا له لورې ۳ کاله په شخصي خونه کې ساتل شوي وه ازاده شوه.
یاد وزارت زیاتوي، د د پشت رود ولسوالۍ د امربالمعروف آمر مولوي حکمت الله خبیب، محتسیبنو او دسیمي امنتیي او کشفي ځواکونو په ګډه یاده انجلۍ له بنده خوني ازاده او ولایتي روغتون ته د درملنه لپاره واستوله.
د مسوولینو په خبره د يادې قضيې په تړاوو دری تنه نيول شوي دي.
دشخصي بند خونو څخه نجونو او ښځو د ازادېدو دا څويمه پېښه ده چې د امربالمعروف وزارت لخوا کشف او ازادیږي.




