کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

فرا کې د شپږ ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو رسولو يوه شبکه جوړه شوې

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت پخپله ایکس پاڼه لیکلي، ددغه ولایت اړوند مرکز خُرمالق کلي کې د یونیسف په مالي لګښت د ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو یوه شبګه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.   په دغه شبکه کې د (۴۰)متره مکعب په وړتیا د پاکو اوبو د یوې ذخیرې جوړول، د (۲۶) سولر تختو نښولول او د (۶۰۰۰) مترو…

2024-12-09 23:34 59۱ دقیقې لوستل
فرا کې د شپږ ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو رسولو يوه شبکه جوړه شوې

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت پخپله ایکس پاڼه لیکلي، ددغه ولایت اړوند مرکز خُرمالق کلي کې د یونیسف په مالي لګښت د ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو یوه شبګه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

 

په دغه شبکه کې د (۴۰)متره مکعب په وړتیا د پاکو اوبو د یوې ذخیرې جوړول، د (۲۶) سولر تختو نښولول او د (۶۰۰۰) مترو په اوږدوالي د پایپ غځول شامل دي.

 

سرچینه وایي، ددې شبکې جوړولو د کار په جریان کې لسګونه تنه کاریګر په کار بوخت و او په بشپړېدلو سره به د یاد کلي لسګونه کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی پیدا کړي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب