کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

فرا کې د وړو د تولید یوې کارخونې په کار پیل کړی

کابل (کوه نور، ۲۷ سنبله ۱۴۰۴): فرا کې د درې زره امریکایې ډالرو په پانګونه د وړو د تولید یوې کارخونې نن د دې ولایت د ځایې مسوولانو او یو شمېر سوداګرو په شتون کې په کار پیل کړی دی. د فرا د صنعت او سوداګرۍ ریئس شمس الحق اجمل د دې کارخونې د پرانېستې مراسمو کې ویلي، د وړو د تولید دا کار خونه د یوه ملي سوداګر په شخصي لګښت د…

2025-09-18 06:05 145۱ دقیقې لوستل
فرا کې د وړو د تولید یوې کارخونې په کار پیل کړی

کابل (کوه نور، ۲۷ سنبله ۱۴۰۴): فرا کې د درې زره امریکایې ډالرو په پانګونه د وړو د تولید یوې کارخونې نن د دې ولایت د ځایې مسوولانو او یو شمېر سوداګرو په شتون کې په کار پیل کړی دی.

د فرا د صنعت او سوداګرۍ ریئس شمس الحق اجمل د دې کارخونې د پرانېستې مراسمو کې ویلي، د وړو د تولید دا کار خونه د یوه ملي سوداګر په شخصي لګښت د شپږو میاشتو په موده کې جوړه شوې ده.

اجمل ویلي، د دې کارخونې له جوړېدو سره د سیمې ۲۵ تنه ځوانان په کار اخته شوي دي.

د وړو د کارخونې مسوول محمد داود د پرانېستې مراسمو کې ویلي، چې دا کار خونه په ۲۴ ساعتونو کې د ۸۰ ټنه وړو د تولید وړتیا لري.

داود ویلي، که ورته د برېښنا برخه کې شته ستونزې هوارې شي؛ نو کولای شي، چې تولیدات یې تر دې هم ډېر او وړه نورو بهرنیو هېوادونو ته هم صادر کړي.

باید وویل شي، چې د دې کارخونې تر پرانیستل کېدو وړاندې د خصوصي سکتور برخه کې فرا ولایت کې د وړو یوې بلې کارخونې هم په کار پیل کړی و.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب