کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

فرا کې د ۳۵۰ زره امریکایې ډالرو په لګښت د یوه روغتون لپاره ودانۍ جوړه شوې

د فرا ولایت روغتیایې مسوولانو خبر ورکړی چې د دغه ولایت په اناردرې ولسوالۍکې  د یوه روغتیایې مرکز لپاره د ودانۍ جوړولو کارونه چې ۳۵۰ زره امریکایې ډالر لګښت پرې راغلی پای ته رسېدلي دي. د دغه ولایت د روغتیا ریاست د مسوولانو پر وینا چې د یاد روغتیایې مرکز د جوړولو کارونه یوه نفر پخپل شخصي لګښت مخ  ته وړي او د یوه…

2025-06-22 20:42 147۱ دقیقې لوستل
فرا کې د ۳۵۰ زره امریکایې ډالرو په لګښت د یوه روغتون لپاره ودانۍ جوړه شوې

د فرا ولایت روغتیایې مسوولانو خبر ورکړی چې د دغه ولایت په اناردرې ولسوالۍکې  د یوه روغتیایې مرکز لپاره د ودانۍ جوړولو کارونه چې ۳۵۰ زره امریکایې ډالر لګښت پرې راغلی پای ته رسېدلي دي.

د دغه ولایت د روغتیا ریاست د مسوولانو پر وینا چې د یاد روغتیایې مرکز د جوړولو کارونه یوه نفر پخپل شخصي لګښت مخ  ته وړي او د یوه نیم کال په موده کې یې کارونه بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.

د سرچینو د مالوماتو په اساس دغه روغتیایې مرکز د شپږ نارینه او څلور ښځینه ډاکټرانو په ګډون امبولانس، زېږون، عمومي داخله، د ماشومانو څانګه، نرسنګ، لابراتوار او د فارمېسي څانګو لرونکی دی چې پر وخت به روغتیایې خدمات وړاندې کوي.

د فرا د اناردرې ولسوالۍ اوسېدونکو د دغه روغتیایې مرکز پر جوړېدو خوښې ښودلې او له سرپرست حکومته یې غوښتي چې په نورو برخو کې دې هم ورته پاملرنه وکړي.

باید وویل شي چې دا روغتون په داسې حال کې جوړېږي چې لا هم د هېواد په یو شمېر لري پرتو سیمو کې خلک روغتیایې خدماتو ته لاسرسی نه لري او د دا ډول روغتونونو د جوړېدو غوښتنه کوي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب