کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

فرحان حق: هیڅوک په زوره د کډوالو وېستلو حق نه لري

وروسته له هغې چې له پاکستان څخه افغان په جبري ډول د افغان کډوالو د اېستول لړۍ پیل شوه؛ تازه د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند فرحان حق د پاکستاني چارواکو دې کړنې ته په غبرګون کې ویلي چې هیڅوک له خپلې خاورې څخه په زوره د کډوالو اېستلو حق نه لري.نوموړي ویلی، کډوال یوازې د خپلې خوښې له مخې، خپل هېواد ته تللی شي او کوربه هېواد…

2023-10-20 20:36 109۱ دقیقې لوستل
فرحان حق: هیڅوک په زوره د کډوالو وېستلو حق نه لري


وروسته له هغې چې له پاکستان څخه افغان په جبري ډول د افغان کډوالو د اېستول لړۍ پیل شوه؛ تازه د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند فرحان حق د پاکستاني چارواکو دې کړنې ته په غبرګون کې ویلي چې هیڅوک له خپلې خاورې څخه په زوره د کډوالو اېستلو حق نه لري.
نوموړي ویلی، کډوال یوازې د خپلې خوښې له مخې، خپل هېواد ته تللی شي او کوربه هېواد دا حق نه لري چې په زور یې وباسي.
هغه زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري په دې برخه کې له پاکستاني حکومت سره خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ریاست الوزرا اداري مرستیال سلام حنفي هم د پاکستان له شارژدافیر سره په کتنه کې ویلي چې د پاکستان حکومت دې پر دې پرېکړه له سره غور وکړي.
بل لور ته پاکستاني چارواکو تازه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو تر دې مخکې یې څرګنده کړې چې د کډوالو د اېستلو په برخه کې نرمښت نه ښيي.

لیکوال/اېډېټر: Shafiq Anzoor
Shafiq Anzoor
Shafiq Anzoor

د کوه نور خبري اژانس د پښتو برخې خبريال

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب