کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

فريد ماموندزی: هند به د افغانستان اوسني حکومت ته د سفارت په سپارلو کې د قانوني خنډونو سره مخ شي

هند کې د افغانستان سفیر، فريد ماموندزی وايي، دغه هېواد به د افغانستان اوسني حکومت ته د سفارت په سپارلو کې د قانوني خنډونو سره مخ شي. نوموړی امريکا غږ سره په خپلې تازه مرکه کې ويلي، چې ده د يوه قانوني سفير په توګه د هند له حکومته د سفارت د تسليمولو غوښتنه کړې ده او هند به په اسانۍ سره و نه شي کولای، چې سفارت د افغانستان…

2023-10-02 10:09 95۲ دقیقې لوستل
فريد ماموندزی: هند به د افغانستان اوسني حکومت ته د سفارت په سپارلو کې د قانوني خنډونو سره مخ شي

هند کې د افغانستان سفیر، فريد ماموندزی وايي، دغه هېواد به د افغانستان اوسني حکومت ته د سفارت په سپارلو کې د قانوني خنډونو سره مخ شي.

نوموړی امريکا غږ سره په خپلې تازه مرکه کې ويلي، چې ده د يوه قانوني سفير په توګه د هند له حکومته د سفارت د تسليمولو غوښتنه کړې ده او هند به په اسانۍ سره و نه شي کولای، چې سفارت د افغانستان اوسنيو چارواکو ته وسپاري.

هغه زياته کړې: «کومه غوښتنه چې ما د یوه برحاله سفير په توګه د ۱۹۶۱ ويانا کنوانسیون د ۴۵ مادې پر اساس د هند له حکومته کړې، هغه د افغانستان سفارت، دارايي او نور ملکیتونه هغه زه هند ته وسپارم او د غوښتنه مې ترې دا کړې ده، چې اينده کې یې یو قانوني او د ولس په ارادې ولاړ نظام ته وسپاري. زه فکر کوم هند به په یو مشکل کې قرار ولري، چې دا یوه داسې رژيم ته چې د افغانستان د ولس مشروعيت نه لري هغه ته وسپاري.»

ماموندزی وايي، چې د هند حکومت ترې څو ځله په غیر رسمي مجلسونو کې غوښتي، چې د افغانستان د اوسني حکومت ډيپلوماتان دې په سفارت کې له ځان سره ومني.

نوموړی زياتوي، هند نه غوښتل چې خپل نړۍوال انځور ته صدمه ورسوي او لکه د چين، ایران او پاکستان یې وسپاري. دوی غوښتل چې دا کار د جمهوريت د ډيپلوماتانو په حضور کې وکړي.

د هغه په وينا، هند تېرو ۱۵ میاشتو کې سفارت ته پاملرنه په تدريجي توګه کمه کړې وه او سفارت يواځې سمبوليک ځای درلوده.

ماموندزی وايي، د هند حکومت د افغانستان سفارت غوښتنو ته پاملرنه نه کوله، په کارونو کې يې خنډ او ځنډ رامنځته کاوه، ویزې یې نه ورکولې او له پانګوالو سره یې مرسته نه کوله.

هغه زياتوي، د هند حکومت تېرو ۲۶ مياشتو کې یواځې ۳۰۰ ويزې ورکړي، چې ۲۹۵ یې يواځې اهل هنودو ته ورکړل شوې دي.

د ماموندزي په وينا، چې هند کې د افغانستان ډيپلوماتان اوس هم شته او د افغانانو لپاره کونسلي خدمات روان دي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب