کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

فضلي: له پېنډۍ څخه د افغانستان په اړه هر ډول نوښت مردود دی

د چارو ادارې پخواني ريس فضل محمود فضلي ويلي، هغه ادعا چې ګواکې ځینې کړۍ له هر ډول سیاسي «نوښت» څخه هرکلی کوي، د خلکو د فریب لپاره مطرح کېږي.    د هغه په وینا، طالبانو سره د دښمنۍ تر نوم لاندې د هر نوښت ملاتړ روښانه سیاسي معنا نه لري.   فضلي همداراز ويلي، چې له پاکستان او یا بل هر هېواد سره د…

2026-03-24 12:26 198۱ دقیقې لوستل
فضلي: له پېنډۍ څخه د افغانستان په اړه هر ډول نوښت مردود دی

د چارو ادارې پخواني ريس فضل محمود فضلي ويلي، هغه ادعا چې ګواکې ځینې کړۍ له هر ډول سیاسي «نوښت» څخه هرکلی کوي، د خلکو د فریب لپاره مطرح کېږي.

 

 د هغه په وینا، طالبانو سره د دښمنۍ تر نوم لاندې د هر نوښت ملاتړ روښانه سیاسي معنا نه لري.

 

فضلي همداراز ويلي، چې له پاکستان او یا بل هر هېواد سره د افغانستان په اړه د افرادو او کوچنیو ډلو خبرې اترې، په اصل کې د «بادار او مزدور» اړیکه منعکسوي او په ځانګړي ډول له پاکستان سره دا ډول تعامل هېڅ د توجیه وړ نه دی.

د نوموړي په خبره، دا ډول هڅې سیاسي نه، بلکې تجارتي او استخباراتي بڼه لري، او د پنډۍ او نورو استعماري ادرسونو له لارې هر ډول «نوښت» او حرکت مردود دی

فضلي زیاتوي، له طالبانو سره مخالفت باید یوازې د ولسي، سوچه افغاني او خپلواک سیاسي نوښت له لارې مطرح شي.

لیکوال/اېډېټر: Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai

فرمان سهار د کوه نور خبريال دی او په رسنیو کې د کار کولو دوه کلنه تجربه لري. سهار د لغمان پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي څخه فارغ دی او اوسمهال کوه نور خبري اژانس لپاره په سياسي او ټولنیزو مسايلو خبرونه او راپورونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب