د سرپرست حکومت وياند مرستيال حمدالله فطرت پر اېکس ليکلي، د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون له لوري تېره ورځ له نويو راستانه شويو کډوالو سره ۴۴ ميليونه او ۴۸۹ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې ده.
نوموړي دغه راز زياته کړې، يوازې تېره ورځ ۲۹ زره او ۳۸۳ تنه کډوال راستانه شوي دي.
خبر پاڼه کې راغلي، ۱۸۱ کورنۍ او ۹۴۳ تنه يې خپلو مېنو ته هم لېږدولي دي.
همدې حال کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کميشنري استازي عرفات جمال ويلي، ايران له کډوالو سره سپک او ناوړه چلند کوي.
جمال دغه راز ويلي، د روان زیږدیز کال تر پايه به له درې ميليونه ډېر کډوال افغانستان ته را واېستل شي.
سرپرست حکومت له ايران غوښتي چې افغان کډوال دې ناوړه چلند نکوي، خو د کډوالو د شړلو بهیر لا هم په چټکۍ سره روان دی.
که څه هم حکومت د نويو راستنېدونکو کډوالو لپاره ۱.۵ ميليارده افغانۍ ځانګړې کړي، خو ملګرو ملتونو ويلي، که له و وړاندې امکانات برابر نشي، نو کډوال به له لويو ستونزو سره مخ شي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان هم ځينو کډوالو ته وخت ورکړی چې له پاکستان دې ووځي او د ځينو نورو د اېستلو لړۍ لا هم روانه ده.




