کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

فطرت : تېره ورځ هېواد ته د بېلابيلو لارو څخه له ۵۰۰ څخه ډېري کورنۍ راستنې شوې

د حکومت مرستیال وياند حمدالله فطرت وایي، چې هېواد ته د تورخم، اسلام کلا او سپين بولدک لارو څخه ۵۳۳ کورنۍ چې درې زره او ۹۰۵ تنه کېږي، په جبري او خپله خوښه هېواد ته راغلي. فطرت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د تورخم لارې څخه (۲۴۴)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۳۷۲)تنه او د سپین بولدک له لارې (۱۲۲)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۶۷۰) تنه، اس…

2026-04-04 02:09 149۱ دقیقې لوستل
فطرت : تېره ورځ هېواد ته د بېلابيلو لارو څخه له ۵۰۰ څخه ډېري کورنۍ راستنې شوې

د حکومت مرستیال وياند حمدالله فطرت وایي، چې هېواد ته د تورخم، اسلام کلا او سپين بولدک لارو څخه ۵۳۳ کورنۍ چې درې زره او ۹۰۵ تنه کېږي، په جبري او خپله خوښه هېواد ته راغلي.

فطرت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د تورخم لارې څخه (۲۴۴)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۳۷۲)تنه او د سپین بولدک له لارې (۱۲۲)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۶۷۰) تنه، اسلام کلا له لارې (۴) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۵) تنه وو، هېواد ته راستانه او ثبت شوي دي.

هغه همداراز ليکلي، چې له دې منځه يې ۲۶۶ کورنیو سره نغدي مرسته کړې او ۵۱۵ سمکارټونه یې پرې وېشلي دي.

لیکوال/اېډېټر: Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai

فرمان سهار د کوه نور خبريال دی او په رسنیو کې د کار کولو دوه کلنه تجربه لري. سهار د لغمان پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي څخه فارغ دی او اوسمهال کوه نور خبري اژانس لپاره په سياسي او ټولنیزو مسايلو خبرونه او راپورونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب