کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

فطرت: تېرو څو ورځو کې د پاکستان بریدونو کې‌ دوه ملکي وګړي شهي... شوي او ۲۵ ټپيان دي

 د حکومت مرستيال وياند حمدالله فطرت پر اېکس‌ ليکلي، له تېرو څو ورځو راهيسې د پاکستان پوځي رژیم له لوري پر کنړ، پکتيکا او خوست پرلپسې د ډرون او توغندیو بريدونه شوي، چې پکې دوه تنه شهيدان شوي او ۲۵ نور ټپيان شوي دي‌. هغه زياته کړې، له يادو بريدونو یې ۱۵۵ د کنړ پر سرکاڼو او منورې شوي، چې پکې دوه تنه ټپيان ش…

2026-04-02 13:13 154۱ دقیقې لوستل
فطرت: تېرو څو ورځو کې د پاکستان بریدونو کې‌ دوه ملکي وګړي شهي... شوي او ۲۵ ټپيان دي

 د حکومت مرستيال وياند حمدالله فطرت پر اېکس‌ ليکلي، له تېرو څو ورځو راهيسې د پاکستان پوځي رژیم له لوري پر کنړ، پکتيکا او خوست پرلپسې د ډرون او توغندیو بريدونه شوي، چې پکې دوه تنه شهيدان شوي او ۲۵ نور ټپيان شوي دي‌.

هغه زياته کړې، له يادو بريدونو یې ۱۵۵ د کنړ پر سرکاڼو او منورې شوي، چې پکې دوه تنه ټپيان شوي.

همدې حال کې بیا د سرکاڼو ولسوالي د نواپاس سیمه کې هم لسګونه بریدونه شوي، چې پکې اته ماشومان ټپيان شوي او دوه تنه نور شهیدان شوي دي.

هممهاله بیا پکتيکا کې بیا هم درې ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، يوازې نن ورځ د کنړ پر سرکاڼو ۱۸۵ بريدونه شوي؛ خو ځاني زيان نلري.

ياده دې وي، چې خوست کې هم د پوځي رژيم بريدونو کې دوه تنه ټپيان شوي دي.

دا په داسې حال کې، ده د دواړو هېوادونو ترمنځ مذاکرات پيل شوي؛ خو هممهاله بیا همدا نن ماښام پر فرضي کرښه د دواړو لوريو ترمنځ نښته پيل شوې ده.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب