کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

فطرت: تېر ورځ هېواد ته له بېلابېلو لارو څه د پاسه ۷۰۰ کورنۍ راستنې شوې

د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ويلي، چې تېر ورځ هېواد ته له بېلابیلو لارو څخه ۷۶۸ کورنۍ چې ۳ زره او ۹۵۴ کسان کېږي، هېواد ته په جبرې توګه راستانه شوې دي. فطرت پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، په دغه کورنیو کې د تورخم له لارې (۶۲۰)کورنۍ چې دغړو شمير (۳۳۰۳) تنه، د سپين بولدک له لارې کورنۍ۵۶ چې د غړو شمېر يې۲۹۶تنه، د نيمروز د…

2026-05-06 00:52 118۱ دقیقې لوستل
فطرت: تېر ورځ هېواد ته له بېلابېلو لارو څه د پاسه ۷۰۰ کورنۍ راستنې شوې

د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ويلي، چې تېر ورځ هېواد ته له بېلابیلو لارو څخه ۷۶۸ کورنۍ چې ۳ زره او ۹۵۴ کسان کېږي، هېواد ته په جبرې توګه راستانه شوې دي.

فطرت پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، په دغه کورنیو کې د تورخم له لارې (۶۲۰)کورنۍ چې دغړو شمير (۳۳۰۳) تنه، د سپين بولدک له لارې کورنۍ۵۶ چې د غړو شمېر يې۲۹۶تنه، د نيمروز د ورېښمو له لارې ۶۷ کورنۍ چې د غړو شمېر يې ۲۵۲تنه، اسلام کلا او بهرامچې له لارې ۲۷ کورنۍ‌ چې د غړو شمېر يې ۱۰۳تنه دی، هېواد ته راغلي دي.

نوموړی زياتوي، چې له ۷۱۰ کورنيو سره يې نغدې مرسته او ۷۳۷ عدده سیمکارټونه يې هم وېشلي او ۷۳۷ کورنۍ يې خپلو سيمو ته لېږدولي دي.

لیکوال/اېډېټر: Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai

فرمان سهار د کوه نور خبريال دی او په رسنیو کې د کار کولو دوه کلنه تجربه لري. سهار د لغمان پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي څخه فارغ دی او اوسمهال کوه نور خبري اژانس لپاره په سياسي او ټولنیزو مسايلو خبرونه او راپورونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب