کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

فطرت: تېر ورځ هېواد ته له پاکستان او ايران څخه نږدې ۱۰۰ کورنۍ راستنې شوې

 د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ويلي، چې تېر ورځ هېواد ته د پاکستان او ايران څخه له بېلابیلو لارو ۹۵۵ کورنۍ چې ۵ زره او ۱۰۳ کسان کېږي، هېواد ته په جبرې توګه راستانه شوې دي. فطرت پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، په دغه کورنیو کې د تورخم له لارې (۷۵۹)کورنۍ چې دغړو شمير (۴۱۴۵) تنه، د سپين بولدک له لارې کورنۍ(۵۱۱) چې د غړ…

2026-05-07 01:18 152۱ دقیقې لوستل
فطرت: تېر ورځ هېواد ته له پاکستان او ايران څخه نږدې ۱۰۰ کورنۍ راستنې شوې

 د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ويلي، چې تېر ورځ هېواد ته د پاکستان او ايران څخه له بېلابیلو لارو ۹۵۵ کورنۍ چې ۵ زره او ۱۰۳ کسان کېږي، هېواد ته په جبرې توګه راستانه شوې دي.

فطرت پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، په دغه کورنیو کې د تورخم له لارې (۷۵۹)کورنۍ چې دغړو شمير (۴۱۴۵) تنه، د سپين بولدک له لارې کورنۍ(۵۱۱) چې د غړو شمېر يې(۶۱۸)تنه، د نيمروز د ورېښمو له لارې (۴۶)کورنۍ چې د غړو شمېر يې (۱۸۶)تنه، اسلام کلا او بهرامچې له لارې (۳۵) کورنۍ‌ چې د غړو شمېر يې (۱۵۳) تنه دی، هېواد ته راغلي دي.

نوموړی زياتوي، چې له (۱۰۱۳) کورنيو سره يې نغدې مرسته او (۹۴۶) عدده سیمکارټونه يې هم وېشلي او ۱۰۲۲ کورنۍ يې خپلو سيمو ته لېږدولي دي.

لیکوال/اېډېټر: Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai

فرمان سهار د کوه نور خبريال دی او په رسنیو کې د کار کولو دوه کلنه تجربه لري. سهار د لغمان پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي څخه فارغ دی او اوسمهال کوه نور خبري اژانس لپاره په سياسي او ټولنیزو مسايلو خبرونه او راپورونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب