کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

فطرت: تېر ورځ هېواد ته نېږدې ۹ سوه کورنۍ راستنې شوې

  د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ويلي، چې تېر ورځ هېواد ته بېلابیلو لارو څخه ۸۷۹ کورنۍ چې ۴ زره او ۶۱۷ کسان کېږي هېواد ته په جبرې توګه راستانه شوې دي. فطرت پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، په دغه کورنیو کې د تورخم له لارې (۷۰۵)کورنۍ غړو شمير (۳۷۷۲)تنه، د سپين بولدک له لارې ۹۴ کورنۍ او ۵۲۹ تنه، نيمروز د وريښمو لارې ۶۷…

2026-05-03 01:03 149۱ دقیقې لوستل
فطرت: تېر ورځ هېواد ته نېږدې ۹ سوه کورنۍ راستنې شوې

 

د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ويلي، چې تېر ورځ هېواد ته بېلابیلو لارو څخه ۸۷۹ کورنۍ چې ۴ زره او ۶۱۷ کسان کېږي هېواد ته په جبرې توګه راستانه شوې دي.

فطرت پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، په دغه کورنیو کې د تورخم له لارې (۷۰۵)کورنۍ غړو شمير (۳۷۷۲)تنه، د سپين بولدک له لارې ۹۴ کورنۍ او ۵۲۹ تنه، نيمروز د وريښمو لارې ۶۷ کورنۍ او ۲۷۲ تنه، اسلام کلا او بهرامچې له لارې ۱۳ کورنۍ او ۴۴ تنه هېواد ته راغلي دي.

نوموړی زياتوي، چې له ۸۶۸ کورنيو سره يې نغدې مرسته او ۸۳۶ عدده سیمکارټونه يې هم وېشلي دي.

لیکوال/اېډېټر: Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai

فرمان سهار د کوه نور خبريال دی او په رسنیو کې د کار کولو دوه کلنه تجربه لري. سهار د لغمان پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي څخه فارغ دی او اوسمهال کوه نور خبري اژانس لپاره په سياسي او ټولنیزو مسايلو خبرونه او راپورونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب