کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

فطرت: د پاکستاني ځواکونو بریدونه پر فرضي کرښه دوام لري

د ا.ا.ا  ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي،چې  فرضي کرښې ته نږدې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د پاکستاني پوځ بریدونه لا هم روان دي.د نوموړي په وینا، تېره شپه د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ د کوټ کلي کې د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله درې ملکي وګړي شهی... شوي او درې نور ټپیان دي.فطرت زیاته کړې چې د پکتیکا و…

2026-03-10 11:41 96۱ دقیقې لوستل
فطرت: د پاکستاني ځواکونو بریدونه پر فرضي کرښه دوام لري


د ا.ا.ا  ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي،چې  فرضي کرښې ته نږدې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د پاکستاني پوځ بریدونه لا هم روان دي.
د نوموړي په وینا، تېره شپه د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ د کوټ کلي کې د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله درې ملکي وګړي شهی... شوي او درې نور ټپیان دي.
فطرت زیاته کړې چې د پکتیکا ولایت د شکین ولسوالۍ کې هم د خلکو پر کورونو او عامه تاسیساتو ۲۶ مرمۍ توغول شوې دي.

دغه راز پکتیکا د برمل ولسوالۍ په ځینو سیمو کې نږدې ۹۰ د هاوان او توپ مرمۍ لګېدلې، خو د ځاني زیانونو په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي.

هغه همداراز ویلي، چې د خوست د ځاځي میدان ولسوالۍ کې د درنو وسلو په ډزو کې یو ملکي وګړی ټپي شوی او ګڼې کورنۍ اړ شوې چې خپل کورونه پرېږدي.

د فطرت د معلوماتو له مخې، د نورستان د کامدېش ولسوالۍ پر څو کلیو هم د هاوان او توپونو بریدونه شوي، چې له امله یې یو شمېر کورونه زیانمن شوي او  لږترلږه ۲۰ څاروي هم له منځه تللي دي.

لیکوال/اېډېټر: Nazo omari
Nazo omari
Nazo omari

نازو عمري په رسنيو کې د کار درې کلنه تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور نيوز خبرياله ده او په بېلابېلو سياسي او ټولنیزو موضوعاتو خبرونه او راپورونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب