کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

فطرت: پاکستان په قصدي ډول له کرښې هاخوا کډوال ځنډوي

د حکومت مرستيال وياند حمدالله فطرت پر اېکس ليکلي، چې پاکستان د کډوالو له شړلو وروسته په قصدي ډول هېواد ته د‌ کډوالو د ننوتلو مخه نيسي او په ورځو ورځو یې له کرښې هاخوا ایساروي.هغه زياته کړې، چې په کډوالو کې مشران، ښځې او ماشومان شته چې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.فطرت له پاکستان غوښتي چې کډوال دې نه ځنډوي او اجازه دې و…

2026-05-06 07:37 89۱ دقیقې لوستل
فطرت: پاکستان په قصدي ډول له کرښې هاخوا کډوال ځنډوي

د حکومت مرستيال وياند حمدالله فطرت پر اېکس ليکلي، چې پاکستان د کډوالو له شړلو وروسته په قصدي ډول هېواد ته د‌ کډوالو د ننوتلو مخه نيسي او په ورځو ورځو یې له کرښې هاخوا ایساروي.
هغه زياته کړې، چې په کډوالو کې مشران، ښځې او ماشومان شته چې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
فطرت له پاکستان غوښتي چې کډوال دې نه ځنډوي او اجازه دې ورکړي، چې افغانستان ته رادننه شي.
نوموړي زیاته کړې، افغانستان د کډوالو لپاره امکانات لري او هرڅومره کډوال چې راځي مديريت یې کولای شي.
دا په داسې حال کې ده، چې ځينو رسنيو ليکلي وو، افغان لوری د امکاناتو د نشتون له امله د ډېرو کډوالو د ننوتلو مخنيوی کوی.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب