قرغزستان وايي د افغانستان پامير ته مو د درملو بشري مرسته او ډاکټران استولي دي. دغه مرستې د قرغزستان د ولسمشر سادير جباروف په امر شوي
د قرغزستاني رسنيو د راپور له مخې دغه هېواد د افغانستان کوچني او لوی پامير ته د دوه ټنه درملو بشري مرسته لېږلی.
دوی همدا راز ويلي، ګن شمېر ډاکټران هم پامير ته راغلي چې هلته يې د سلګونو پامیري اوسېدونکو درملنه کړې.
قرغزستان همدا راز د وترنر ډاکټرانو يو ډله هم پامير ته استولې، چې هلته به څاروي د بېلابېلو ناروغيو څخه د مخنيوي په موخه واکسين کړي.
دغه ډاکټرانو په پامير کې ځايي اوسېدونکو ته يو روزنيز ورکشاپ هم پیل کړی.
کال وړاندې د قرغزستان د بهرنيو چارو وزارت خبر ورکړی وو، چې په پامير کې مېشت قرغزيان د نامعلومو ويرسونو له امله مړه کيږي.
د پامير اوسېدونکي وايي، دوی ته د ژوند اسانتياوې ندي برابرې او په خبره يې له ساعتونو او حتی ورځو کړي وروسته روغتيايي مرکزونو ته ځان رسوي.
پامير د افغانستان په شمال بدخشان کې پرته سيمه ده، چې په کوچني او لوی پامير وېشل شوي.
د افغانستان د عامې روغتيآ وزارت څه موده وړاندې خبر ورکړ، چې تېرو سلو کلونو کې د لومړي ځل لپاره پامیرانو ته یو معياري روغتيايي مرکز جوړ کړ.




