کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

قطر: افغانستان يوازې نه پرېږدو

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د اسیا د څانګې مشر لارام یوسف سلطان د مسکو غونډه کې په افغانستان کې ثبات مهم بللی او ټینګار یې وکړ چې دوحه د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي. د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د لارم یوسف سلطان له قوله لیکلي، چې دوحه به په افغانستان کې د بشري وضعیت د ښه کولو لپاره له ه…

2023-09-30 05:40 44۲ دقیقې لوستل
قطر: افغانستان يوازې نه پرېږدو

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د اسیا د څانګې مشر لارام یوسف سلطان د مسکو غونډه کې په افغانستان کې ثبات مهم بللی او ټینګار یې وکړ چې دوحه د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د لارم یوسف سلطان له قوله لیکلي، چې دوحه به په افغانستان کې د بشري وضعیت د ښه کولو لپاره له هیڅ راز هڅو ډډه ونه کړي.

اعلاميه زياتوي، په افغانستان او سیمه کې د امنیت ټینګښت د ټولو لوریو اصلي غوښتنه ده او دوی به د افغانستان د خلکو د بشري وضعیت د ښه‌کولو لپاره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.

قطر د طالبانو او امريکا تر منځ د مذاکراتو مرکز وو او افغان چارواکي د نورو هېودونو په پرتله له قطري چارواکو سره ښې اړيکې لري.

دغه هېواد کې د افغانستان سفارت هم پرانيستی او سرپرستي يې د ډاکټر محمد نعيم پر غاړه ده.

د قطر چارواکو همېشه له افغان چارواکو غوښتي، چې د بشر حقونو ته ژمن پاتې شئ. د دغه هېواد لومړي وزير عبدلرحمن څو ورځې وړاندې کندهار ته د خپل وروستي سفر ځينې جزيات له هم رسنيو سره شريک کړل.

هغه وويل چې کندهار کې له طالب چارواکو سره په خبرو کې هغوئ ته ويلي، چې نړیوالې ټولنې سره د کار کولو لپاره بايد د دوی ځینې غوښتنې ومنل شي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب