کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

قطر ته د افغان کارګرو د لېږد پروسه پرانیستل شوه

کابل (کوه نور، ۶ اسد ۱۴۰۴):  د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، نن دوشنبه د دې ریاست د سرپرست په حضور کې بهرنيو هېوادونو ته د مسلکي افغان کارګرو د لېږد د پروسې پرانېسته وشوه. له یاد معاونیت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، اقتصادي مرستیال بهر ته د افغان کارګرو لېږل د بې‌کارۍ د کچې د راټیټولو لپاره یو…

2025-07-28 10:19 180۲ دقیقې لوستل
قطر ته د افغان کارګرو د لېږد پروسه پرانیستل شوه

کابل (کوه نور، ۶ اسد ۱۴۰۴):  د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، نن دوشنبه د دې ریاست د سرپرست په حضور کې بهرنيو هېوادونو ته د مسلکي افغان کارګرو د لېږد د پروسې پرانېسته وشوه.

له یاد معاونیت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، اقتصادي مرستیال بهر ته د افغان کارګرو لېږل د بې‌کارۍ د کچې د راټیټولو لپاره یو مهم ګام بللی او ټینګار یې کړی، چې حکومت هڅه کوي د کاري فرصتونو د رامنځته کولو له لارې د هېوادوالو اقتصادي وضعیت ښه کړي.

خبرپاڼه زیاتوي، اسلامي امارت له بیا ځلي واک ته رسېدو وروسته، نه یوازې په کور دننه د پانګونې او کار زمینه برابره کړې، بلکې د افغان کارګرو لپاره یې له نورو هېوادونو سره د قانوني کاري فرصتونو موندلو هڅې هم ګړندۍ کړې دي.

د اقتصادي مرستیال په وینا، د افغان کارګرو استول به د افغانستان او کوربه هېوادونو ترمنځ اړیکې پراخې، د هېواد نړیوال اعتبار لوړ، او افغانانو ته د مهارت ډېرولو فرصتونه برابر کړي.

هغه له قطر مننه کړې چې افغان کارګرو ته یې کاري فرصتونه برابر کړي او له نورو هېوادونو یې هم غوښتي چې د افغان کادرونو له ظرفیتونو استفاده وکړي.

خبرپاڼه وايي، د افغانستان او قطر ترمنځ د ۲۰۰۰ مسلکي افغان کارګرو د استولو هوکړه‌لیک لاسلیک شوی، چې له مخې به یې د برېښنا انجینرانو، سرآشپزانو، د پخلنځي مرستیالانو، شیدو لوشونکو، د خونو پاکوونکو او د مېلمستیا برخو نورو کارکوونکو ته قانوني کاري زمینې برابرې شي.

اقتصادي معاونیت دغه راز ویلی چې له ایران، روسیې، متحده عربي اماراتو، عمان، تاجکستان، ترکیې، اذربایجان، سعودي عربستان او یو شمېر نورو هېوادونو سره هم د افغان کارګرو د استولو په اړه خبرې روانې دي، چې ژر به وروستۍ شي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب