د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت سرپرست د قطر د سرې میاشتې ټولنې له رییس احمد العثماني سره کتلي دي.
خبرپاڼه کې راغلي چې د قطر د سرې میاشتې ټولنه په پام کې لري د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په همغږۍ د پکتیا مرکز ګردېز اړوند «رباط» سیمه کې د اړمنو، بې ځایه شویو او راستنو شویو کډوالو لپاره ۵۰ کورونه، یو ښوونځی، یوه مدرسه، یو روغتیايي کلنیک او یو تفریحي پارک جوړ کړي.
ياد وزارت د دغو کورونو او ښوونځيو د لګښت او د کار د پيل د نېټې په اړه نور جزئيات نه دي خپاره کړي.
قطر پکتیا کې ستنو شویو کډوالو لپاره کورونه، ښوونځي او مدرسه جوړوي
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت سرپرست د قطر د سرې میاشتې ټولنې له رییس احمد العثماني سره کتلي دي.خبرپاڼه کې راغلي چې د قطر د سرې میاشتې ټولنه په پام کې لري د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په همغږۍ د پکتیا مرکز ګردېز اړوند «رباط» سیمه کې د اړمنو، بې ځایه شویو ا…




