کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

قطر کې هغو ۱۸۰۰ افغان کډوالو د کار زمینه برابره شوې چې له ایران او پاکستانه راستانه شوي

کابل (کوه‌نور، ۲۰ اسد ۱۴۰۴): د کار او ټولنیزو چارو وزارت یو ځل بیا خبر ورکړی چې د افغان کارګرو لپاره یې په بهر کې ۱۸۰۰ کاري فرصتونه برابر کړي دي. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا دندې د قطر هېواد له خوا یواځې هغو کسانو ته ځانګړې شوي چې تازه له ایران او پاکستان هېوادونو افغانستان ته راستانه شوي وي. د دې وزارت…

2025-08-11 13:22 237۲ دقیقې لوستل
قطر کې هغو ۱۸۰۰ افغان کډوالو د کار زمینه برابره شوې چې له ایران او پاکستانه راستانه شوي

کابل (کوه‌نور، ۲۰ اسد ۱۴۰۴): د کار او ټولنیزو چارو وزارت یو ځل بیا خبر ورکړی چې د افغان کارګرو لپاره یې په بهر کې ۱۸۰۰ کاري فرصتونه برابر کړي دي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا دندې د قطر هېواد له خوا یواځې هغو کسانو ته ځانګړې شوي چې تازه له ایران او پاکستان هېوادونو افغانستان ته راستانه شوي وي.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې، د شرایطو لرونکو کسانو د نوم‌لیکنې بهیر په ۲۳ بېلابېلو مسلکونو کې د کابل، هرات، کندهار او ننګرهار ولایتونو کې پیل شوی دی.

 نوم‌لیکنه یواځې هغو کسانو ته ده چې په وروستیو دوو کلونو کې له یادو هېوادونو راستانه شوي وي او د دې موضوع د ثبوت اړین اسناد وړاندې کړي.

په خبرپاڼه کې چې د دې وزارت په رسمي «ایکس» پاڼه کې خپره شوې، راغلي چې د دې پروګرام موخه د ماهرو او نیمه ماهرو افغان کارګرو لپاره د قطر په کاري بازار کې د کار زمینه برابرول دي. 

خبرپاڼه کې وړاندې لیکل شوي، دغه اقدام کولی شي هغو سلګونو افغان کارګرو ته نوی امید ورکړي چې په کور دننه له سختو اقتصادي ستونزو او پراخې بیکارۍ سره مخ دي.

د دې وزارت د چارواکو په وینا، له بهرنیو هېوادونو سره د کارګرانو د لېږد په برخه کې همکاري د دولت د هڅو یوه برخه ده چې موخه یې بیکاري راکمول او د افغان کورنیو د ژوند ملاتړ کول دي.

باید وویل شي چې، دا پروګرام په داسې حال کې عملي کېږي چې له دې وړاندې هم د کار او ټولنیزو چارو وزارت د قطر لپاره د افغان وګړو ۲۰۰۰ نور کاري فرصتونه برابر کړي وو.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب