د لغمان ولايت امنيه قومنداني وايي، چې دې ولایت کې د دوه جلا ترافيکي پېښو له امله دوه تنه مړه او څلور نور ټپيان شوي دي.
د امنيه قومنداني له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، لومړۍ پېښه نن سهار (د سپتمبر ۱۶مه) د کابل - جلال اباد پر لويه لاره د لغمان اړوند خيروخيلو سيمه کې رامنځته شوې.
خبرپاڼه زياتوي، دې سيمه کې يو مارګله موټر د موټر چلوونکي د بې احتياطۍ له امله چپه شوی، چې پکې يو کس مړ شوی او څلور نور ټپيان شوي دي.
سرچينه وايي، د الينګار ولسوالۍ سلينګار سيمه کې هم يو مازده موټر چلوونکي يو عام وګړی په موټر وهلی او ځای پر ځای وفات شوی دی.
امنيه قومنداني زياتوي، موټر چلوونکې د علینګار ولسوالۍد امنيتي منسوبينو له لوري نيول شوی او تر لومړنيو څيړنو وروسته به رسماً عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
دوی وايي، د پېښي ځاي ته د لغمان امنيه قوماندانۍ د ترافيکو مديريت مسوولان پر وخت رسيدلي او ټپيان يې د د درملنې په موخه د مهترلام ولايتي روغتون ته انتقال کړي دي.
په خبرپاڼه کې د ټپيانو روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د ترافيکي پېښو د زياتوالي خبرونه ورکړل شوي دي.
د ترافیکي پېښو د زياتوالي مهم لاملونه د سړکونه خرابوالی او د موټر چلوونکو بې احتياطي ګڼل کېږي.




