د لغمان ولایت قرغیو ولسوالۍ کې په یو کور کې د اورلګېدنې له امله یوه کوچنۍ ماشومه مړه شوې ده.
د یاد ولایت له امنیه قوماندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، یاده اورلګېدنه نن سهار د قرغیو ولسوالۍ په چپه دریا کلي کې د سیف الرحمن په نوم د یو کس په کور کې رامنځته شوې ده.
خبرپاڼه کې راغلي، چې سیمې ته امنیتي مسوولین پر وخت رسېدلي او د خلکو په مرسته یې اور مړ کړی؛ خو ماشومې د ژورو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړې ده.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، مړې شوې ماشومې درې میاشتې عمر درلود.
سرچینې د دغې پېښې لامل د برق شارټي ښودلې ده.
که څه هم سرچینې په دې پېښه کې د اوښتي مالي زیان په اړه څه نه دي ویلي؛ خو زیاته کړې یې ده، چې کور په بشپړ ډول سوځېدلی دی.




