کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

لغمان کې د بېرو ځنګلونو ښه پایله کړې

لغمان چې د هېواد په ختیځ کې پروت ولایت دی، ډېری خلک یې د کرنې له لارې خپلې ورځنی چارې مخته وړي. که څه هم په دغه ولایت کې بېلابېلې کرکېلې کېږي؛ خو په دې وروستیو کې د لغمان په یو شمېر سیمو کې د کرنې ریاست له لوري د "تربیه‌وي بېرو" کښت ډېر شوی چې ډېره برخه یې د قرغیو ولسوالي په دښتو کې کرل شوي دي. په لغمان کې د "سارک…

2024-05-29 23:17 829۴ دقیقې لوستل
لغمان کې د بېرو ځنګلونو ښه پایله کړې

لغمان چې د هېواد په ختیځ کې پروت ولایت دی، ډېری خلک یې د کرنې له لارې خپلې ورځنی چارې مخته وړي.

که څه هم په دغه ولایت کې بېلابېلې کرکېلې کېږي؛ خو په دې وروستیو کې د لغمان په یو شمېر سیمو کې د کرنې ریاست له لوري د "تربیه‌وي بېرو" کښت ډېر شوی چې ډېره برخه یې د قرغیو ولسوالي په دښتو کې کرل شوي دي.

په لغمان کې د "سارک ډو" موسسې رئیس" طهماس حفیظي " وایي، پخوا په ډېرو سیمو کې د تربیوي بېرو" ځنګلونه موجود نه وو؛ خو په ډېرو سیمو کې "وحشي بیرې" کرکڼې شنې کېدلې چې ګټه ترې نه اخېستل کېده.

د هغه په خبره، په لغمان کې د تربیه‌وي بېرو د کرلو لپاره د خوړو نړیوال پروګرام او کرنې ریاست له لوري په لغمان کې د تربیه‌وي بیرو د تولید تړون له سارک ډو مؤسسې سره وشو.

 

نوموړي وویل: «د سارک ډو مؤسسې په هڅو او د WFP په مالي ملاتړ د لومړي ځل لپاره د بیرو سل زره بوټي په ګردي کڅ کې تولید او د کرنې لپاره وسپارل شول.

تر دې دمه یاده سیمه کې پر شاوخوا درې سوه هکتاره خاورینو غونډیو او د کابل - جلال‌اباد لارې ته څېرمه سیمو کې د بیرې ځنګلونه جوړ شوي دي.

دا لړۍ جلال‌اباد ته هم غځول شوې او اوس مهال د شګې په سیمه کې پر شاوخوا ۸۰ جریبه ځمکه د بیرو ځنګلونه جوړ شوي دي.»

 

د هغه په خبره، د دې پروژې له امله په سیمه کې ښکلا هم رامنځته شوې چې ورسره د خلکو لېوالتیا هم ډېره شوې ده.

 

بل لورته د کرنې د برخې متخصص انجینر حشمت الله ځاځی. وایي، د بیرو ځنګل په لغمان او ننګرهار کې د شاتو د مچیو روزلو لپاره ګټور دي او د جوړولو هدف یې هم همدا دی چې د شاتو د مچیو تولید زیات شي.

د هغه په خبره، دا پروژه به د ژوند په چاپیریال، د اقلیم بدلون او د خلکو په اقتصاد مثبت تاثیر ولري.

 

هغه وویل: «دا ځنګل د دویمې بوختیا یا په لغمان او ننګرهار کې د شاتو د مچیو روزنې لپاره جوړ شوی، اوس مهال دلته شاوخوا دوه سوه کوره مچۍ په شاتو جوړولو بوختې دي، په دې پروژه کې له زرو زیات کسان کار کوي او د هر یو مهارت په کې لوړ شوی،له دې پروژې سره د خلکو په ذهن کې بدلون راغی، اوس خلک پوه شوي، چې له مثمرو ونو پرته دوی کولای شي، چې په ځنګلي ونو هم پانګونه وکړي.»

 

 ورته مهال بیا د سیمې اوسېدونکي او هغه کسان چې په دې پروژه کې کار کوي، خوښ دي چې د تربیه‌وي بیرو پروژه په لغمان کې تطبیق شوې، خو غوښتنه کوي چې دولت دې د کرنې په برخه کې نورې پروژې هم عملي کړي.

غلام حضرت د بېرو د ځنګلونو پروژه کې په کار کولو خوښ دی، خو د ورته نورو پروژو د عملي کېدو غوښتونکی دی.

 

هغه زیاته کړه: «مونږ د دې پروژې له عملي کېدو خوښ یوو، ځکه دلته ډېر خلک ورسره په کار بوخت دي، یو کارمند ته د میاشتې ۸ زره او ۵۰۰ افغانۍ ورکوي، چې دا د خلکو لپاره ډېره ښه ده، ځکخ دلته ټول خلک وزګار وو؛ زموږ غوښتنه له دولت څخه دا ده چې نورې دا ډول پروژې هم راوړي، ترڅو ورسره سیمه هم ښایسته شي او د خلکو اقتصاد هم ورسره وغوړیږي.»

 

په همدې حال کې د لغمان د کرنې ریاست د کرنيزو خدماتو امر بريالی همدرد وايي، هڅه کوي چې د کرنې په برخه کې نورې پروژې عملي او خلکو ته هم د کار زمینه برابره او سیمې ورسره سیاحت لپاره چمتو کړي.

 

د هغه په خبره، د بیرو د ځنګلونو پروژه له تیرو درېیو کالونو راهیسې پیل شوې چې په نژدې راتلونکي کې به پای ته ورسیږي.

هغه وویل: «د بېرو د ځنګلونو پروژه چې د سارک ډو مؤسسې له لورې د درونټې په شاوخوا کې په دیرش هکتاره ځمکه کې جوړیږي، زر نفره کلیوالي خلک پکې په کار مصروف دي او له بشپړیدو وروسته به د کلیوالي اتحادیو له لارې خلکو ته وسپاري چې خلک ترې د خپل ژوند ضرورتونه پوره کړي.»

 

باور دا دی چې که د بېرو دا ځنګلونه په سم ډول وساتل شي، نو ښایي په لغمان او ننګرهار کې د شاتو د مچیو محصول زیات او دغه راز ورسره د سیمې چاپیریال هم زرغون شي چې پر اقلیم به هم مثبت اغېز وکړي.

 

خبريال: واصف الله عثماني

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب