کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

لغمان کې د ترافيکي پېښې له امله ۵ تنه وژل شوي او ۱۷ نور ټپيان دي

د لغمان امنيه قومانداني په يوه خبر پاڼه کې ويلي، نن يکشنبه د لغمان مرکز مهترلام اړوند کله‌کوټ سيمه کې د ترافيکي پېښې له امله پنځه تنه وژل شوي او اوولس نور ټپيان دي. سرچينې ويلي، پیښه د دوه ريکشو او مارسيډيز موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده. وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. وړاندې ليکل شوي، ټپيان د درمل…

2024-12-28 23:30 122۱ دقیقې لوستل
لغمان کې د ترافيکي پېښې له امله ۵ تنه وژل شوي او ۱۷ نور ټپيان دي

د لغمان امنيه قومانداني په يوه خبر پاڼه کې ويلي، نن يکشنبه د لغمان مرکز مهترلام اړوند کله‌کوټ سيمه کې د ترافيکي پېښې له امله پنځه تنه وژل 
شوي او اوولس نور ټپيان دي.

سرچينې ويلي، پیښه د دوه ريکشو او مارسيډيز موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

وړاندې ليکل شوي، ټپيان د درملنې په موخه د مهترلام ولايتي روغتون ته استول شوي او روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

سرچينې د پېښې علت د موټر چلوونکو بې احتياطي ښودلې ده.

بايد ياده شي چې په دې وروستيو کې هېواد کې ترافيکي پېښې خورا ډېرې شوي دي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب