انوش ننګيال
لغمان (افغان پرېس، ۱۵ تله ۱۴۰۲): د لغمان امنیه قومنداني وايي، چې نن «شنبه د سپتمبر ۷مه» له غرمې مخکې د کابل - جلال آباد لويې لارې په اوږدو کې، د قرغيو ولسوالۍ اړوند عزيز خان کڅ سيمه کې، د یوې رېکشا او کرولا موټر د ټکر له امله پنځه کسان ټپيان شوي دي.
د امنيه قومنداني له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په ټپیانو کې یوه مېرمن هم شامله ده.
خبرپاڼه زياتوي، چې د پېښې قربانيان د درملنې په موخه د ننګرهار ولایتي روغتون ته انتقال شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
د امنيه قومنداني له لوري په یوې بلې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د کابل – جلال آباد پر لویه لار د سرخکانو پارک ته څېرمه د یوه فېلډر موټر د چپه کېدو له امله هم پنځه تنه ټپيان شوي دي.
د امنيه قومنداني د معلوماتو له مخې، درېیمه ترافیکي پېښه هم د تېرې پنجشنې په ورځ د قرغیو ولسوالۍ اړوند «کاکڅ» سیمه کې رامنځته شوې، چې یوه موټر پر لاره یو ماشوم وهلی او مړ شوی دی.
د دغو دریواړو ترافیکي پېښو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي بلل شوې ده.
موټر چلوونکي بيا د کابل - جلال اباد پر لويه لاره د ترافيکو پېښو د رامنځته کېدو علت د لارې خرابوالی بولي. دوی وايي، د موټرو ګڼه ګوڼه زياته او سړک غير معياري دی، چې له همدې امله موټر چلوونکي ډېر وخت له ستونزو سره مخ کېږي.




