کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

لغمان کې د ۲۶ مليونه افغانيو په ارزښت ۶ پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

لغمان کې د ۲۶ مليونه افغانيو په ارزښت ۶ پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې. دغه پروژې د لغمان ولايت عليشنګ ولسوالۍ اړوند مختلفو سيمو کې د خوړو نړيوال سازمان په مالي لګښت د ABM مؤسسې لخوا جوړې شوې. په دغه پروژو کې د شربت خېل، شمرام او مياصیب دېرې کانالونو سربندونه، د وطن ګټو محافظتي دېوال، شمشه خېل کانال محافظوي دېوال او د…

2023-10-12 05:06 74۱ دقیقې لوستل
لغمان کې د ۲۶ مليونه افغانيو په ارزښت ۶ پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

لغمان کې د ۲۶ مليونه افغانيو په ارزښت ۶ پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

دغه پروژې د لغمان ولايت عليشنګ ولسوالۍ اړوند مختلفو سيمو کې د خوړو نړيوال سازمان په مالي لګښت د ABM مؤسسې لخوا جوړې شوې.

په دغه پروژو کې د شربت خېل، شمرام او مياصیب دېرې کانالونو سربندونه، د وطن ګټو محافظتي دېوال، شمشه خېل کانال محافظوي دېوال او د ميل کندې محافظوي دېوال شامل وو.

د لغمان والي قاري زين العابدين وويل، دغه پروژې چې د ۹ مياشتو په موده کې بشپړې شوې ۶۵۰۰ جريبه ځمکه خړوبه کوي او ۱۳۰۰ کسانو ته په کې د کار زمينه برابره شوې وه. هغه همدا راز وويل په راتلونکي کې به نورې پروژې هم افتتاح کړي.

د سينديزې حوزې رييس مولوي شېرجان راشيدي وويل، تر دې وړاندې يې هم د اوبو مدیریت برخه کې اساسي کارونه کړي او لسګونه سربندونه او کانالونه يې رغولي.

د ياد ولايت د اقتصاد رييس وويل، لسګونه نورې پروژې هم په پام کې لري چې، ډېر ژر به عملي شي. ځايي اوسېدونکو دغه کار د وطن د ابادۍ او کرنيز سیستم لپاره ګټور وباله.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب