کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

له افغانستانه د وېستلو لړۍ؛ کاناډا ۳۳۰ نور افغانان هم انتقال کړل

د کاناډا د کډوالۍ، پناه ورکوونې او اوسېدنې ادارې نن چهارشنبه (د سپتمبر ۱۳مه) ويلي، چې د روان ميلادي کال تر پایه به څلوېښتزره افغانان یاد هېواد ته انتقال کړي. دغې ادارې په یوه اعلامیه کې لیکلې، چې دا شمېر اوسمهال ۳۷ زرو تنو ته رسېدلی دی. په اعلامیه کې راغلي، چې کاناډا تازه ۳۳۰ افغان کډوال دې هېواد ته انتقال کړي او اوسمه…

2023-09-12 23:53 218۱ دقیقې لوستل
له افغانستانه د وېستلو لړۍ؛ کاناډا ۳۳۰ نور افغانان هم انتقال کړل

د کاناډا د کډوالۍ، پناه ورکوونې او اوسېدنې ادارې نن چهارشنبه (د سپتمبر ۱۳مه) ويلي، چې د روان ميلادي کال تر پایه به څلوېښتزره افغانان یاد هېواد ته انتقال کړي.

دغې ادارې په یوه اعلامیه کې لیکلې، چې دا شمېر اوسمهال ۳۷ زرو تنو ته رسېدلی دی.

په اعلامیه کې راغلي، چې کاناډا تازه ۳۳۰ افغان کډوال دې هېواد ته انتقال کړي او اوسمهال په په کلګرې ښار کې دي.

دا افغانان به کلګرې څخه ټورنټو، ادمونټون او ونکوور او ځينې نورو ښارونو ته انتقال شي.

کاڼاډا په تیرو شاوخوا دوو کلونو کې د پاکستان، تاجکستان او متحده عربي اماراتو څخه افغان کډوال په چارټر شویو الوتکو کې دغههیواد ته انتقال کړي دي.

پاکستاني رسنیو تېره اونۍ خبر ورکړ، چې د پاکستان حکومت د کاناډا د په غوښتنه له دغه هېواد څخه کاناډا ته د شپږ زرو افغان کډوالود انتقال سره موافقه کړې ده.

د دې موافقې له مخې به کاناډا هغه ۶ زره افغان کډوال، چې اوس په پاکستان کې دېره دي د روان ۲۰۲۳ کال تر پایه کاناډا ته انتقالکړي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب