کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

له ایرانه افغانستان ته د ۸۰ بوجيو پلاستيکي کڅوړو د قاچاق مخه نيول شوې ده

ماليې وزارت وزارت وايي، د نیمروز ګمرک د ګرځنده څارني مسؤلینو افغاستان ته د  ایراني پلاستیکي کڅوړو د قاچاق څخه مخنیوی وکړ. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، ځايي مسوولينو یو کوچنی باروړونکی موټر چې ۸۰ بوجۍ ايرانۍ پلاستيکي کڅوړې پکې بار وې او غوښتل یې افغانستان ته یې انتقال کړي ونيوه. د سرچینې د معلوماتو له مخې دغه پلا…

2023-09-28 02:28 79۱ دقیقې لوستل
له ایرانه افغانستان ته د ۸۰ بوجيو پلاستيکي کڅوړو د قاچاق مخه نيول شوې ده

ماليې وزارت وزارت وايي، د نیمروز ګمرک د ګرځنده څارني مسؤلینو افغاستان ته د  ایراني پلاستیکي کڅوړو د قاچاق څخه مخنیوی وکړ.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، ځايي مسوولينو یو کوچنی باروړونکی موټر چې ۸۰ بوجۍ ايرانۍ پلاستيکي کڅوړې پکې بار وې او غوښتل یې افغانستان ته یې انتقال کړي ونيوه.

د سرچینې د معلوماتو له مخې دغه پلاستيکي کڅوړو ۲۰۰۰ کيلو ګرامه وزن درلود.

ماليې وزارت وايي، د حکومت د رهبرۍ پرېکړه دا ده، چي د کورني صنعت د ملاتړ او له ککړتیا څخه د چاپیریال ساتني په موخه باید هیواد ته د هر ډول پلاستیکي کڅوړو د را واردولو مخه ونیول سي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ګمرکونو د ګرځنده څارني او امنیتي مسؤلین د غیري قانوني او په قاچاقي ډول د وارداتو او صادراتو څخه په کله مخنیوی کوي او هیڅ چاته اجازه نه چې غیر قانوني توکي افغانستان ته انتقال کړي.

د چاپيریال ساتنې متخصصين وايي، چې د پلاستيکي کڅوړو نه استعمال د چاپيریال په پاک ساتنه کې مهم رول لري.

د دوی په وينا، چې خلک بايد د پلاستيکي کڅوړو پر ځای له کاغدي کڅوړو څخه استفاده وکړي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب