کابل (کوه نور ۶ اسد ۱۴۰۴): د کډوالو نړۍوال سازمان "IOM" ویلي، د روانې جولای میاشتې په وروستیو دوه اوونیو کې له ایرانه هېوا ته ۳۷۰ زره افغان کډوال را اړول شوي دي.
د کډوالو نړۍوال سازمان نن ورځ "دوشنبه، د جولای ۲۷مه" پر اېکس پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، "که څه دوی له راستنو شویو کډوالو په ځانګړې ټوکه ښځو او ماشومان سره په بیلابیلو برخو کې مرستې کړي خو د نړیوالو مرستو ته اړتیا ده."
یاد سازمان دا خبر په داسې حال کې ورکوي چې پرون ورځ "یکشنبه، د جولای ۲۶مه" اوچا په یوه راپور کې ویلي و چې له ایرانه د راستنو شوو افغان کډوالو په بهیر کې کموالی راغلی دی.
خو اوچا پخپل راپور کې ویلي چې ښایې له پاکستانه د اګست میاشتې په پیل کې د افغان کډوالو په راستنېدو کې ډېروالی راشي.
روانه میاشت کې د پاکستان حکومت د "POR" کارت لرونکو افغان کډوالو ته دغه کارتونه نه تمدیدوي.
د یادونې وړ ده چې پاکستان کې نږدې یو نیم میلیون د "POR" کارت لرونکي افغان کډوال اوسېږي.




