د هند په احمد اباد کې له بې وزلو سره د افغان پیلیز توپ وهونکي رحمان الله ګربز مرسته د هندي رسنیو سرټکی ګرځېدلی دی.
رحمان اله ګربز وړمه شپه د احمد اباد ښار په کوڅه کې سهار درې بجې له یو شمېر هندي بې وزله خلکو سره د « دیوالي جشن» ښه نمانځلو لپاره مرسته کړې، چې کوم هندي مینه وال یې ترې په پټه ویډیو کړې او بیا یې رسنیزه کړې ده.
د هغه دا کار د هندي رسنیو، مینه والو او کرکټ مبصرینو د خبرو سرټکی ګرځېدلی او نوموړی یې په دغه کړنه ستایلی دی.
یو شمېر هندي اوسېدونکو ګربز د افغانستان پریښته بللی او سهار وختي یې له بې وزلو خلکو سره د هغه مرسته د لوړو انساني اخلاقو غوره بېلګه بللې ده.
بل لورته د یو شمېر نورو هېوادونو لوبغاړو هم دا کار ستایلی او زیاته کړې یې ده چې افغان لوبغاړو په روان نړیوال جام کې د لوبې پر مهال او له لوبې وروسته د خلکو زړونه ګټلي دي.
د یادونې ده چې په روان نړیوال جام کې زرګونه هندي مینه وال د افغان لوبډلې د هرې لوبې کتلو په موخه میدان ته راتلل او لوبډله یې تشویقوله.
افغان لوبډل مشر حشمت الله شاهدي کابل ته تر را رسېدو وروسته هم له هندي مینه والو مننه کړې چې دوی ته یې مینه ورکړه.
له بې وزلو هندیانو سره د ګربز مرسته؛ د هندي رسنیو د سر خبر
د هند په احمد اباد کې له بې وزلو سره د افغان پیلیز توپ وهونکي رحمان الله ګربز مرسته د هندي رسنیو سرټکی ګرځېدلی دی.رحمان اله ګربز وړمه شپه د احمد اباد ښار په کوڅه کې سهار درې بجې له یو شمېر هندي بې وزله خلکو سره د « دیوالي جشن» ښه نمانځلو لپاره مرسته کړې، چې کوم هندي مینه وال یې ترې په پټه ویډیو کړې او بیا ی…




