کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

له تجارانو د امربالمعروف غوښتنه؛ تنګ او نازکه کالي بازار ته مه راوړئ

د امربالمعروف او نهی عنی المنکر وزارت په يوې خبرپاڼه کې وايي، چې محتسبينو يې په باميانو ولايت کې له تجارانو غوښتي تر څو لنډ او نازکه لباسونه بازار ته وارد نه کړي. د امربالمعروف محتسبينو د لنډ او نازکه کاليو اغوستل غیر شرعي او د افغاني کلتور خلاف بللي دي. دوی له تجارانو او کسبګرو غوښتي چې په راتلونکې کې دغه ډول کالي په…

2023-09-12 21:58 175۱ دقیقې لوستل
له تجارانو د امربالمعروف غوښتنه؛ تنګ او نازکه کالي بازار ته مه راوړئ

د امربالمعروف او نهی عنی المنکر وزارت په يوې خبرپاڼه کې وايي، چې محتسبينو يې په باميانو ولايت کې له تجارانو غوښتي تر څو لنډ او نازکه لباسونه بازار ته وارد نه کړي.

د امربالمعروف محتسبينو د لنډ او نازکه کاليو اغوستل غیر شرعي او د افغاني کلتور خلاف بللي دي.

دوی له تجارانو او کسبګرو غوښتي چې په راتلونکې کې دغه ډول کالي په هېڅ صورت بازار ته وارد نه کړي.

د امربالمعروف وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې محتسبينو یې همدا راز د دې ولایت اوسېدونکو ته توصيه کړې، چې په راتلونکي کې لنډ، تنګ او نازکه کالي ونکړي.

په اعلامیه کې همدا راز راغلي، دغو محتسبينو د يکاولنګ ولسوالۍ او چهاردهي سیمه کې له روغتيايي کلينک څخه د څارنې پر مهال صحي کارکوونکو ته د ښځو له لوري د حجاب مراعتولو، د ښځو او سړيو د انتظار خونو د جلاوالي او په نبوي سنتو د نارینه وو د صورت او سیرت د برابرولو توصيې کړي دي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب