کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

له تور غونډۍ بندره د افغاني توکو صادرات د تېر کال په پرتله دوه برابره ډېر شوي

د هرات ولايتي مسوولان وايي، چې په دغه ولايت کې د تورغونډۍ بندر له لارې ترکمنستان، قزاقستان، ازبکستان، او نورو هیوادونو ته د افغانستان صادرات د تېر کال په پرتله دوه برابره ډېر شوي دي.   د معلوماتو له مخې، تېر کال د دغه بندر له لارې په ورځني ډول پنځلس لارۍ يادو هېوادونو ته تللې چې اوس يې شمېر په ورځني ډول تر دېرشو پ…

2024-07-13 03:18 115۱ دقیقې لوستل
له تور غونډۍ بندره د افغاني توکو صادرات د تېر کال په پرتله دوه برابره ډېر شوي

د هرات ولايتي مسوولان وايي، چې په دغه ولايت کې د تورغونډۍ بندر له لارې ترکمنستان، قزاقستان، ازبکستان، او نورو هیوادونو ته د افغانستان صادرات د تېر کال په پرتله دوه برابره ډېر شوي دي.

 

د معلوماتو له مخې، تېر کال د دغه بندر له لارې په ورځني ډول پنځلس لارۍ يادو هېوادونو ته تللې چې اوس يې شمېر په ورځني ډول تر دېرشو پورې رسيږي.

 

په يادو صادراتو کې تر ډېره له هرات توليد شوي توکي دي چې ډېری هغه یې غیر الکولي مشروبات دي.

 

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې هم له ټول هیواد څخه بهرنيو هيوادونو ته د صادراتو د ډېروالي خبر ورکړی وو او تازه اقتصادي معاونيت بيا ويلي، د هېواد په ديارلس ولايتونو کې د صادراتو د پروسس زونونه جوړوي.

 

له افغانستان څخه په صادریدونکو توکو کې غالۍ، قيمتي او نيمه قيمتي ډبرې، وچې مېوې او د تازه میوو جوس شامل دي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب