کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

له تېرې میاشتې راهسې هېواد ته څه‌باندې درې زره بهرنیو وګړو تګ راتګ کړی

د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي، د تېرې غويي میاشتې په اوږدو کې یې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته درې زره او ۱۴۳ بهرنيو وګړو تګ - راتګ ثبت کړی دی. د معلوماتو له مخي، روان کال په غويي میاشت کې د ۲۵ ښځینه‌وو په ګډون ۱۶ سوه ۴۳ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او ۱۴ سوه ۷۵ نور له هېواده وتلي دي. د احصا…

2024-05-28 23:33 401۱ دقیقې لوستل
له تېرې میاشتې راهسې هېواد ته څه‌باندې درې زره بهرنیو وګړو تګ راتګ کړی

د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي، د تېرې غويي میاشتې په اوږدو کې یې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته درې زره او ۱۴۳ بهرنيو وګړو تګ - راتګ ثبت کړی دی.

د معلوماتو له مخي، روان کال په غويي میاشت کې د ۲۵ ښځینه‌وو په ګډون ۱۶ سوه ۴۳ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او ۱۴ سوه ۷۵ نور له هېواده وتلي دي.

د احصایې او معلوماتو ادارې ویاند محمد حلیم رفع وایي، تر ټولو زیات بهرني وګړي د نیمزور ولایت، تورخم او حیرتان بندرونو او د کابل او بلخ هوايي ډګرونو له لارې هېواد ته راغلي او تللي دي. 

نوموړي هېواد ته د راغلیو زیاتره بهرنیو وګړو د سفر موخه سیاحت او کار بللی دی.

لیکوال/اېډېټر: Khatera Akbari
Khatera Akbari
Khatera Akbari

خاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب