کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

له تېرې ورځې راهيسې د واورې او باران له امله يوولس تنه مړه شوي

 له پېښو سره د مبارزې او چمتوالي ملي ادارې خبر ورکړی، چې له تېرې ورځې راهيسې د هېواد په په بېلابېلو ولايتونو کې د واورې او باران له امله يوولس تنه مړه شوي دي. د دغې ادارې وياند ويلي، دغه کسان په باميان، پروان، کندهار، ميدان وردګ، جوزجان او فارياب ولايتونو کې مړه شوي دي. نوموړي همداراز ويلي، په همدې موده کې ۹ کورون…

2026-01-22 06:28 171۱ دقیقې لوستل
له تېرې ورځې راهيسې د واورې او باران له امله يوولس تنه مړه شوي

 له پېښو سره د مبارزې او چمتوالي ملي ادارې خبر ورکړی، چې له تېرې ورځې راهيسې د هېواد په په بېلابېلو ولايتونو کې د واورې او باران له امله يوولس تنه مړه شوي دي.

د دغې ادارې وياند ويلي، دغه کسان په باميان، پروان، کندهار، ميدان وردګ، جوزجان او فارياب ولايتونو کې مړه شوي دي.

نوموړي همداراز ويلي، په همدې موده کې ۹ کورونه ويجاړ شوي او له ۵۰۰ ډېر څاوري هم تلف شوي دي.

د يادونې ده، چې لا هم د واورو له امله د هېواد لويې لارې او د ځينو ولسواليو لارې تړل شوي دي‌.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب